(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په لوګر کې د څه باندې ۱۲ زره ډالرو په لګښت د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د وږي۲مه، باختر

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ په سياه کوه کلي کې د کرومايټ ډبرو د يوه خصوصي شرکت له لوري د یوه جومات د رغولو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رئيس مولوي نقيب احمد فرقاني د باختر آژانس خبریال ته وويل: دغه جومات د محمدآغې ولسوالۍ په سياه کوه کلي کې د ۱۲ زره او ۵۰۰  ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چې ۷۵ سلنه لګښت یې د میتال مایننګ شرکت له لوري او ۲۵ سلنه نور یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.

د فرقاني په خبره، د کرومایټ ډبرو د استخراج تړون د شرایطو له مخې، د کرومایټ د کانونو د استخراج له شرکتونو سره شوی او شرکتونه مکلف دي، چې د خلکو له غوښتنې سره سم په بېلابېلو برخو کې د عامه ګټو لپاره یو لړ زیربنایي پروژې پلې کړي چې یوه بېلګه یې د دې جومات جوړول دي.

له بلې خوا د میتال مایننګ قراردادي شرکت مسوول فهیم الدین نثاري د خصوصي سکټور لپاره د ښه کاري شرایطو د برابرولو له امله د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د قرارداد شرایطو ته په پام سره به یې په عملي کولو کې له هېڅ راز هلوځلو ډډه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د محمدآغې ولسوالۍ په شکارکلا سيمه کې د يوه خصوصي شرکت له لوري د د کرومايټو د يو بل کان د استخراج چارې پيل شوې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا