خبرونهاقتصادTOPټولنه

په لوګر کې د څه باندې ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت دوه پروژې بشپړې شوې

کابل، د مرغومې ۵مه، یاختر

د لوګر د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پُل علم ښار اړوند سیمو کې د  UNHCRدفتر په مالي ملاتړ د ۱۷ میلیونو ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم راشد د باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې په دغه پروژو کې د پورک سیمې ۱ کیلومتر سړک پخول او کډوالو ښارګوټي کې د ۹۸۰ متره استنادي دېوال جوړول شامل دي، چې پرې ۱۷ میلیونه ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

د مولوي راشد په وینا، د دغه پروژو چارې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوې، چې پر مټ به یې ۹ زره کورنۍ ترې ګټې واخلي او سلګونه جریبه ځمکه به د سېلابونو له خطر څخه وژغوري.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا