(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په لوګر کې د څه باندې ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت لسګونه پروژې پلې کېږي

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې د FAO او FGA موسسو په مالي ملاتړ د څه باندې ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۴۳ پروژو چارې پیل شوې.

د یادو پروژو د پیل مراسمو کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د دغو پروژو پر پیل خوښي څرګنده کړه او ترڅنګ یې له ولسونو وغوښتل، چې د یادو پروژو په ښه پلې کولو کې له مرستندویه موسسو سره پوره همکاري وکړي.

هاشمي زیاته کړه، چې په دغو ۴۳ پروژو کې د چک ډېمونو، د کارېزونو او پلچکونو اساسي جوړول او رغول شامل دي، چې د پلې کولو پرمهال به یې د سیمو نږدې ۸ زره اوسېدونکو ته د ۹ میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شي.

ورته مهال دغه راز د محمدآغې ولسوال میر محمد هاشم سادات د یادو پروژو پلي کول  ځايي ولسونو لپاره ډېر مهم وبلل او د همکارو موسسو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د پلي کولو په برخه کې به یې له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.

د یادونې وړ ده، چې نږدې ورځو کې به د مرکز پل علم په ګډون بره کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې به هم د یادو پروژو چارې پیل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا