
۲۰– کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر
د لوګر د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د ۱۱۰ میلیونو او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د ګڼ شمېر ټولګټو پروژو چارې روانې دي، چې ژر به بشپړې شي.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خېل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د د غه ولایت په مرکز، خوښۍ، محمد آغې او خروار ولسوالیو کې د ۱۱۰ میلیونو ۴۰۰ زرو افغانیو په لګښت د استنادي دېوالونو، سړکونو، کانالونو، چکډیمونو او د اوبو شبکو رغولو چارې پیل شوې دي.
نایب خېل زیاته کړه، په دغو پروژو کې ۳ زره ۵۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
لمر