امنیت

په فليپين کې دبم په يوه چاودنه کې ٢٤ تنه ټپيان شول

مانيلا ډي ډان دمرغومي دمياشتې ٢٣ :
دفليپين په  پوهنتون کې  تيره شپه  په يو بمي بريد کې  ٢٤ تنه ټپيان شول.
دباختر خبري  آژانس دخبرله مخې :  ګومان  کيږي له چاودنې مخکې  قصدي اور اچونه په دغه پوهنتون کې رامنځته شوي  چې په هغه کې  ښوونکي ، محصلان او داور وژنې عمله هم ټپيان  شول .
دغه پيښه  ددغه هيواد د  کاتاباتوي ولايت  په يو دولتي پوهنتون کې رامنځته   شوې ده.
پوليسو دفرانسي خبري آژانس ته وويل : چې ګومان کيږي چاوديدونکي توکي ددغي پيښې سبب شوي وي  خوناظرين ددغي پيښي داصلي علت  دپيداکولو په لټه کي دي.
په فليپين کي  په وروستيو کلونو کې   داسلامپالو ياغيانو په بريدونو کې پنځلس زره تنه وژ ل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته