امنیت

درې تنه طالبان په ښځينه جامو اوچادرې کې ونيول شول

دجلال آباد ښار باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه :
درې تنه  وسله وال طالبان  په داسې حال کې  چې ښځينه  جامي او چادرۍ  يې پر سر وي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
دغه وسله وال طالبان پرون ناوخته  د جلال آباد _ تورخم  په لويه لاره کې  د پوځيانو له خوا ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند  عطاالله خوږياڼي  د باخترآژانس خبريال ته وويل  ؛ دغو  طالبانو غوښتل چې  د جلال آباد _ تورخم په  لويه لاره  يرغل وکړي خو هدف ته له رسيدو مخکې دپوځيانوله خوا ونيول شول.
د پوځيانوپه دغه ناڅاپي بريد کې  وسله والوطالبانو  ته د سر زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې نه دى معلوم .
د رارسيدلو خبرونو له  مخې ؛ يرغلګرو له  ښځينه  جامو او چادريو څخه  په استفادې سره   غوښتل  ځانونه  امنيتي پوستو ته ورسوي چې هدف ته له رسيدو مخکې وپيژندل شول او ونيول شول. پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته