امنیت

په خوست ولايت کې دحقاني شبکې دوه تروريستي ډلې ونيولې شوې .

کابل باختر دمرغومي  نهه ويشتمه :
د حقاني په شبکې پورې اړوند دوه  ډار اچوونکي ډلې دخوست ولايت په مرکزاو مربوطاتو کې په ورانکارو او ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و  ديولړ عملياتوپه بهير کې  دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا ددغه ولايت په مربوطاتو کې نيول شوي دي .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
نيول شوي کسان چې يوشمير يې يوديرشو تنو ته رسږي دخوست ولايت په مرکز او  مربوطاتو کې په پرله پسې  ورانکارو او ډار اچوونکو بريدونو کې فعال رول درلودل او له هغوى څخه په چاوديدونکو توکوبار دوه موټرسايکلونه ، پنځوس مقناطيسي  ماينونه ،  شپږ لاسي بمونه ، دارپي جې -٧  پنځلس  توغندي ويشتونکي ، دزيکو يو  دګوليو ٣٦بکسې ، دکلاشينکوف  دګوليو  پنځه  بکسې ، دکلاشينکوف  اتيا شارژورونه او  دنه پليټ لرونکي درې موټرونه ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته