(PS)خبرونه(PS)فرهنګ(PS)ټولنه

په لوګر کې د کتاب، هنري او تاریخي آثارو نندارتون جوړ شو

کابل، غبرګولي ۴مه، باختر

د لوګر د اطلاعاتو او کلتو ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د کتاب، هنري او تاریخي آثارو نندارتون پرانیستل شو.

د دغه نندارتون د پرانیستې پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم سربېره؛ د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي میرویس وحیدالله، د مخابراتو رییس  مولوي مطیع الله عابد، د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس ډاکتر شفیق الله شفقت، د یوشمېر ادارو رییسانو، دنمي عالمانو، د کتابتونونو او کتاب پلورنځیو مسوولینو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.

پيل کې د دغه ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ رییس رفیع الله صمیم وویل، چې لوګر د علم ټاټوبی دی، نو پکار ده، چې ورته پروګرامونه پر لار واچول شي،  ده له ځوانانو وغوښتل، چې له یادې ادارې سره د مطالعې دود د غښتلتیا او فرهنګي پروګرامونو د لاتقویې په پار ورسره پوره همکاري وکړي او خپلو مطالعو ته دوام ورکړي .

صمیم د دغه نندارتون اصلي موخه د مطالعې دود غښتلی کول، د تاریخي آثارو په واسطه د خپل تېرتاریخ او کلتور سره بلدتیا یاده کړه.

دغه راز د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي میرویس وحیدالله د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دغه نوښت خوښي وښوده او دغه  اقدام یې د ځوانانو او د مطالعې مینوالو  ته  د علم او پوهې د زیاتوالي په برخه کې اغېزناک فعالیت وباله.

نوموړي له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې له دا شان پروګرامونو څخه پوره ګټه واخلي، ترڅو په راتلونکي کې د لوګر او هېواد لپاره د ښه خدمت جوګه وګرځي.

ورته مهال د لوګر د لوړو کړو موسسې رئیس ډاکټر شفیق الله شفقت له کتاب او مطالعې سره مینه او ملګرتیا د پرمختګ لوړو څوکو ته د رسېدنې بې مخینې هڅې  وبللې له ځوانانو او له عامو وګړو غوښتنه وکړه، چې مطالعه دې د ژوندانه د کړنو پر مهال وېش کې ځای ورکړي.

ها خوا د یاد نندارتون څو تنه مینه والو؛ د مطالعې دود او د هنر د برخې پراختیا په بهیر کې دغه ډول چارې اړینې وبللې او د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه یې وغوښتل، چې یادې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې  نندارتون کې د کتابونو سربېره؛ د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د سیمه ییز موزیم تاریخي آثار او لاسي صنایع هم اېښودل شوي وو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا