کابل باختر د چنګاښ ٢٦
څوارلس تنه ډار اچوونکي په پکتيکا ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو په تېرو ٢٤ ساعتونوکې د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې په تېره بيا د ډيورنډ کرښې ته څېرمه بريدونه شول.
دهېواد په ختيځ کې د پوليسو يو جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې څوارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ويل کيږي پوځيانو له دغو جګړو وروسته د ډار اچوونکو يوشمېر وسلې او څو موټرسايکلونه ترلاسه کړي دي .
په دغو جګړوکې ځواکونو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ