خبرونهورزش

په لوګر کې د (کتاب اوونۍ) تر سرلیک لاندې د کرکټ سیالۍ پیل شوې

 کابل، د لړم لومړۍ نېټه، باختر

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او کرکټ آمریت په ګډه همکارۍ په دغه ولایت کې د کتاب اوونې تر سرلیک لاندې د څلور مخکښو لوبډلو تر منځ د کرکټ سیالۍ په لاره اچولې دي.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د یادو سیالیو د پرانیستلو پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم وویل، چې له یادو سیالیو څخه  یې موخه د کرکټ په ډګر کې د خپلو ځوانانو ملاتړ او دغه راز په ټولنه کې د کتاب لوستلو او مطالعې دود غښتلي کول دي.

نوموړي د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار زده کړې یادې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې ټول باید دې برخه کې په ګډه هڅې وکړي.

په ورته وخت کې د لوګر د کرکټ آمر بشیر احمد ساحل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې په دغو سیالیو کې به د ولایت په کچه څلور مخکښې لوبډلې ګډون ولري، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا