امنیت

په فراه او کاپيسا کې دملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې وسله والو مخالفينو ته دسرزيان واوښت .

کابل باختر د سلواغي دمياشتې ١٤ :
په فراه ولايت کې پرون دملي اردو دځواکونود چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يوشمير وسله وال طالبان  ووژل شول .
د ملي  دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر ويندوى باختراژانس ته خبر ورکړ :
دملي اردو ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلولپاره د فراه ولايت دګلستان  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يو شمير وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمير نور يې ټپيان  شول .
دغه راز په هغو  ورته عملياتو کې چې   دکاپيسا ولايت داله ساى ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول وسله والو مخالفينوته د  سر  زيان واوښت .
  په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل او پوځي تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته