خبرونهفرهنګ

په لوګر کې د کتاب نندارتون پرانیستل شو

 کابل، د زمري٢٥ مه، باختر

د کتاب او د لرغونو اثارو نندارتون د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د پل علم ښار د حضرت عمر فاروق په مرکزي ليسه کې د يوې ورځې لپاره جوړ شو.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د موزيم او د عامه کتابتون مسوولينو  د دغه نندارتون د جوړولو موخه د مطالعې د فرهنګ رواجول او  د لرغونو تاريخي اثارو ساتنه وبلله او له ځوانانو يې وغوښتل چې په دې لاره کې همکاري وکړي.

د موزيم لوى مدير محمد امين ناصري د دې نندارتون د جوړولو هدف د تاريخي اثارو  راټولول، فرهنګي ميراثونو ساتنه او د تاريخي ارزښتونو په ساتنه کې خلکو ته د پوهاوي ورکول وبلل .

دغه راز د عامه کتابتون مدير عبدالاحد فيضي له باختراژانس سره په خبرو کې  د دغه نندارتون د جوړولو موخه مطالعې ته د ځوانانو هڅول او د مطالعې فرهنګ پراختيا وبلله او زياته يې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يو بډاى کتابتون لري چې ځوانان، زده کوونکي او د مطالعې مينه وال کولاى شي له دغه کتابتون څخه استفاده وکړي.

د حضرت عمر فاروق  د مرکزي ليسې آمر استاد ايام الدين  د دغه نندارتون د جوړولو  قدرداني وکړه او په ښوونځيو کې د دغه شان نندارتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

په دې نندراتون کې  په لسګونو ټوګه ډول ډول کتابونه  څه د پاسه ١٥ لرغوني اثار او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا