ښوونه او روزنه

د ابو القاسم فردوسي ليسې مديرې د مشرانوجرګې ستاين ليک ترلاسه کړ

کابل باختر دسلواغي  شپږمه
د مشرانوجرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن دکابل ښار د مکروريان په ساحه کې د ابو القاسم فردوسي د نجونو د ليسې مديره او نور مسوولين وستايل شول.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژنس ته خبرورکړ: په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ د ابو القاسم فردوسي دليسې مديرې ګلالۍ فيروزي په داسې حال کې چې يوشمېر سناتوران او د مشرانوجرګې د دارالانشا د پارلماني چارو مرستيال څيړنپوه شاه سلطان عاکفي هم حاضر وو؛ د خپلوکاري فعاليتونوپه باب رڼا واچوله او ويې ويل چې دغه ليسه په ١٣٦٨هجري لمريزکال کې جوړه شوې ده او همدا اوس درې زره تنه زده کوونکي د هيواد په  دواړو رسمي ژبو پښتو او دري په زده کړه بوخت دي .
حاجي رفيع الله ګل افغان د هيواد د بچيانود ښوونې او روزنې په لاره کې د هغو فعاليتونو وستايل او د هغوى د خدمتونوپه درناوي يې د مشرانوجرګې افتخاري ستاين ليکونه ددغې ليسې مديرې ګلالۍ فيروزي، تدريسي مرستيالې نظيفې  کوهستانې، روزنيزې مرستيالې عادلې ظريفي، سرښوونکو ظاهرې سادات، ګلالۍ نعماني او مسعودې ابراهيمي او د دغې ليسې يوې مجربې استازې  حفيظې ته ورکړل او د هغوى د لازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته