امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په دوو جلاجلاپيښوکې ووژل شول

کابلباخترداسد٨
اته تنه وسله وال طالبان پرون د قندهار او ارزګان په ولايتونوکې په دووجلا جلاپيښوکې ووژل شول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: ددغو پيښو په قربانيانوکې ددغې ډلې دوه تنه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي.
څلورتنه دغه وسله وال طالبان د سپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتوکې له افغان سرتيرو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانو په يوکاروان بريد وکړ.
دويمه پيښه د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د طالبانو په يوپټنځي دافغان سرتيرو په بريدکې را منځته شوه.
ويل کيږي چې وسله وال طالبان په دې پټنځي کې يولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو او ووژل شول.
د ارزګان او قندهار د ولايتونو امنيتي مقاماتو له باخترآژانس سره په اړيکه کې تاييدکړه چې په دغو دوو پيښوکې د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته