امنیت

په ننګرهارکې دوسله والو طالبانو ديو قوماندان نيول کېدل

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

دوسله والوطالبانو يو قوماندان نن دناټو اوافغان ځواکونو له خوا په ننګرهار ولايت کې ونيول شو

دغه قوماندان چې هويت يې نه دى په ډاګه شوي نن سهار  په شيرزاد ولسوالۍ کې دافغان اوناټو دځواکونودگدو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.

ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي چې دغه قوماندان په خوږياڼيو ولسوالۍ کې دطالبانو دډلې مشر توب په غاړه درلود.

درارسيدلو خبرونو له مخې  په دغو عملياتو کې  لس کېلوګرامه نشه يي توکې هم دافغان اوناټو دځواکونو لاسته ورغلي دي.

ناټو په نيول شوي قوماندان  په خوږياڼيو ولسوالۍ کې دافغان اوناټو په ځواکونو دلسگونو تروريستي بريدونو تورلگوي  .

په خبرپاڼه کې په دغو عملياتو کې دافغان اوناټو دځواکونو او دملکي وګړو دسرداحتمالي زيان په باب څه نه دي ويل شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته