امنیت

په زابل کې امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته وليږدول شول

کابل باختر دليندي اتمه
دزابل ولايت دځينو سيمو امنيتي مسووليتونه  نن افغان ځواکونو ته وسپارل شول .
دباختر اژانس دخبر له مخې ،  په دې پړاو کې افغان پوځيانو دزابل ولايت  دمرکز قلات ښاراو د شاه جوي ، سرمک او جلدک دولسواليو دامنيت دتامينولو  مسووليت  چې دغزني قندهار دلويې لاري  په تګلوري کې دي  ،  په غاړه واخيست
  مخکې له دې  امريکايي پوځيانو دافغان سرتيرو ترڅنګ  ددغو مهمو سيمو دامنيت دتامينولو مسووليت  په غاړه درلود .
دزابل والي  محمد اشرف ناصري  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په مراسمو کې وويل چې افغان  پوځيان په دغه ولايت کې  دامنيت تامينولو ته پوره تياري لري .
دزابل والي په همدي حال کې  دافغان پوځيانو دشمير کمښت او له هغوى سره  دپرمختللو  جنګي وسايلو نه شتون يوه ستونزه وبلله او له نړيوالې ټولنې او حکومت څخه يې وغوښتل  چې له دفاعي او امنيتي پلوه په ځان دافغان پوځيانو د ډډي  لګولو لپاره دې  دهغوى دکميت دزياتوالې او په پرمختللو جنګي وسايلو  دهغوى دسمبالولو په برخه کې  پاملرنه وکړي .
په همدي حال کې دملي دفاع وزارت  دلوي درستيز مرستيال  ډګرجنرال محمد اکرم وايي  چې دوي هلې ځلې کوي چې دنړيوالې ټولنې په مرسته  افغان پوځيان دپوځي روزنې تر څنګ ، په سپکو او درندو جنګي وسايلو سمبال کړي .
له بلي خوا هم دکورنيو چارو وزارت  ستر امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن  دزابل ولايت  په ځينوبرخو کې دنويو ټولګيو دجوړولو خبر ورکړ .
ده وويل چې دغه ټولګې دنورو افغان پوځيانو ترڅنګ  دامنيت او ثبات په تامينولو  او دتروريزم پرخلاف  دمبارزي لپاره  دزابل ولايت  په بيلابيلو برخو کې  ځاى پرځاى کېږي .
په دغو مراسموکې  دافغانستان دملي امنيت  داداري  يوه مقام بريدجنرال  نجم الدين بابک  ، افغان  پوځيان ، دزابل ولايت دامنيتي  مسووليتونو دمنلو لپاره دځواکمني او  ذهني په ډيرو ښوشرايطو کې وبلل .
جنرال بابک  په همدي حال کې دافغان پوځيانو روزنه او په پرمختللو جنګي وسايلو  او امکاناتو دهغوي سمبالول له امنيتي او دفاعي پلوه دافغان پوځيانو د ډډي لګولو لپاره ډيره ښه لاره وبلله .
د٢٠١٤ کال په رانږدي کېدو سره چې نړۍ په افغانستان کې  خپل اوږدمهال پوځي شتون  پاى ته رسوي  ،  حکومتي مقامات هلې ځلې کوي  چې دافغان پوځيانو دروزنې او په پرمختللو جنګي وسايلو  دهغوى دسمبالولو دبهير په ګړندي کولو سره  دخپل هيواد  دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه  واخلي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته