(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)روغتیا

په لوګر کې د یو روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د وري ۳۰مه، باختر

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د ۲۰۰ زرو ډالرو په لګښت د یو روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر فیصل پناه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ودانۍ پر څه باندې دوه جریبه ځمکې باندې د کډوالو چارو د نړیوالې ادارې  لخوا د(CHC) په ډول جوړېږي، چې د سیمې مېشتو خلکو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

دغه راز د محمدآغې ولسوال مولوي میر محمد هاشم حزب الله د سرخاب سیمې خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې هڅه کوي ترڅو دغه شان نورې پراختیایي پروژې د ولس د هوساینې لپاره پلې کړي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا