کابل /دليندۍ ٢٥مه / باختر :
دبادغيس يوشمېر ځوانانو پرون په هېواد کې دسولې لپاره دځغاستې لوبې ترسره کړل .
دبادغيس ورزشي آمر عبدالکريم وفا دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه لوبه دځوانانو دپيوستون ، دسولې دتامين ، له نشه يي توکو سره دمبارزې او دځوانانو دپياوړتيا دکچې دلوړولوپه خاطر دبادغيس ولايت دمقر په ولسوالۍ کې دڅه دپاسه يوسلو شپيتو ځوانانو په ګډون ترسره شوه .
هغه وويل:ددغې لوبې ګډون کوونکو دسولې دچټکوخبرو اترو غوښتونکي شول او له طالبانو څخه يې وغوښتل چې دسولې له بهير سره يوځاى شي .
هغه وويل چې په دغوسياليو کې درې کيلومتره واټن ټاکل شوى ووچې له دې جملې څخه علي، غلام نبي او بهاوالدين په يو وخت کې لومړي مقامونه وگتل
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ