
کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې ۵۱ کیلومتره سړک د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت تر جغل اچولو او پخولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه سړک د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سید امین هاشمي وویل، چې دغه سړک د ۵۱ کیلومترو په اوږدوالي او شاوخوا ۸ مترو په سور والي سره د ازرې ولسوالۍ څخه تر تکورو بیخ پورې، د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پرواګرم له لارې په اساسي ډول جوړ شوی دی.
د لوګر مرستيال والي مولوي عنايت الله شجاع د يادې پروژې د پرانیستې پرمهال ډاډ ورکړ، چې د خلکو اساسي ستونزو حلول د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي، چې د امکاناتو په پام کې نيولو سره به يې په ښه توګه عملي کړي.
لمر