امنیت

اووه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
امنيتي ځواکونو په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ٣٧ تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دکونړ، زابل،لوګر ،غزني،پکتيکا او دغور د ولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ٣٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٢٤ تنه يې ټپيان او يو تن بل يې دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى .
ددغوفعاليتونو په بهير کې يوه اندازه سپک او درنده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دبلخ ،خوست او دهرات د ولايتونو په مربوطاتو کې ١٢ ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته