خبرونهاقتصادټولنه

په لوګر کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت د دریو پروژو چارې پیل شوې دي

 کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د پل علم ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په پل علم ښار کې نږدې ۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د دریو پروژو چارې روانې دي، چې په نږدې ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پل علم ښاروال مولوي محمد اسحق سعید باختر آژانس ته وویل، چې دغو پروژو کې ۱۲ کیلومټره سړک، فرعي کوڅو هوارول، د شهیدانو څلور لارې او د ښار تر وروستۍ ساحې پورې د عمومي سړک ترمیم، ښاروالۍ دننه د پلې لارو په اساسي ډول جوړول او د ښاروالۍ د فرهنګي تالار(د آریانا هوټل) ته د احاطې دېوال جوړول شامل دي.

ښاروال زیاته کړه، چې یادې پروژې د پل علم ښاروالۍ له پراختیایي بودجې جوړېږي، چې چارې به یې راتلونکي ۲۰ ورځو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا