ټولنه

دهرات ښاروالۍ کارګرانو اعتراض وکړ .

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : دهرات ښاروالۍ دسمسورتيا دمديريت يوزيات شمير کارګرانو دخپل اضافه کاري امتياز دنه ترلاسه کولو په خاطر ددغه ولايت ولايتي شوراته شکايت وکړ. دوى نن دولايتي شورا له غړو سره وکتل او ويې ويل چې له اووه مياشتو راپديخوا دهرات ښاروالۍ دقراردادي کارکوونکو داضافه کاري امتياز نه دي اجرا شوي که چيرې زموږ ستونزې ونه څيړل شي پراخ مدني عدالت غوښتنه به ترسره کړو . دولايتي شورا رييس دهرات ښار دپاکۍ او سمسورتيا په خاطر دهرات ښاروالۍ دکارګرانو کار وستايه او ويې ويل لازمه بولم چې د هرات ښاروالۍ داضافه کاري په اجراکولو کې زياته پاملرنه او جديت وکړو . چې ددوى اقتصادي ستونزې حل شي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته