خبرونهاقتصاد

په لوګر کې د ۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پيل شوې

کابل، د لړم ۱۵مه، باختر

د پل علم ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د دوو پروژو کار پیل شو.

د پل علم ښاروال مولوي محمد اسحق سعيد د باختر آژانس سیمه ییز خبريال ته وويل، چې په دغو پروژو کې د ښاروالۍ انګړ کې د اريانا ودونو هوټل د احاطې دېوال، ١٧٠٠ متر مربع پلې لارې او پلچکونو جوړول شامل دي، چې د ۷ ميليونو افغانيو په لګښت جوړېږي.

ښاغلي سعید زیاته کړه چې دغه پروژې د یوه خصوصي شرکت له خوا پرمخ وړل کېږي چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا