خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې د ۹ ښوونځیو زیانمنې شوې ودانۍ رغول کېږي

 کابل، د تلې ۲مه، باختر

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې په مرکز او ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو د ۹ ښوونځیو ودانۍ د يونیسف په مالي ملاتړ بیا رغول کيږي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاه پور عرب باختر آژانس ته وویل، چې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو د ۹  ښوونځیو ودانۍ، چې د تېرو جګړو له کبله زیانمنې شوې وې، چې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰۰ زرو امریکایي ډالرو په مالي لګښت بیا رغول کېږي

د یادونې وړ ده، چې نن د پوهنې ریاست لخوا د کانکور آزموینې له لارې د ٥٩٨ بریالي شويو ښوونکو د ګومارنې لړۍ هم پیل شوه، چې له دې ډلې ۵۰۵ یې نارینه او ۹۳ نور یې ښځینه ښوونکي دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا