سیاست

د سولې په چاروکې د دولت وزیر د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي او د امریکا او آلمان هېوادونو د سفارتونو له استازو سره وکتل

کابل/ باختر/ د زمري٢٩مه
د جمهوررییس ځانګړي استازي او د سولې په چاروکې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د یکشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پیر الساس او د امریکا او آلمان سفارتونو له استازو سره وکتل.
د دولت وزارت د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته لیکلي دي: د جمهور رییس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر له یادو استازو سره په کتنه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره پر مقدماتي چمتو والي خبرې وکړې.
د جمهوررییس ځانګړي استازي او د سولې په چاروکې د دولت وزیر د جګړې د سوله ‌ییز پای ته رسولو او د تلپاتې او باعزته سولې د ټینګښت لپاره د دولت د هڅو او ژمنتیا ترڅنګ د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره د پنځلس کسیز پلاوي د ټاکلو، انسجام او همغږۍ په ګډون د ټول چمتو والي ډاډ ورکړ.
په دې کتنه کې د سولې لپاره د مشخصې او منسجمې اجنډا پر چمتو کولو هم ټینګار وشو.
پای/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته