امنیت

دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي په بند محکوم شول

کابل باختر دثور  دويمه

  دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي دنشه يي توکو اومسکراتو له جرمونوسره دمبارزې دابتدائيه  محکمې دقضايې هئيت له خوا په يوه قضايې علني غونډه کې په مجازاتو محکوم شول .

  دنشه يي توکو اومسکراتو پرخلاف  دمبارزې   دعدلي او قضايې قوي يو خبرځاى باختر اژانس ته وويل دغوکسانو چې  ١٤ کيلوګرامه مورفين ډوله نشه يي توکي يې په يوکاماز موټر کې ځاى پرځاى کړې او دتخار ولايت د ينګي قلعه ولسوالۍ دعبدالنظر بيګ له کلي  څخه دتيريدو په حال کې و دپوليسو له خوا ونيول شول او دزياتو څيړنو په خاطر  دنشه يي توکو اومسکراتو له جرمونوسره دمبارزې عدلي او قضايې مرکز ته راستون شول .

 دنشه يي توکو اومسکراتو له جرمونوسره دمبارزې دڅارنوالۍ  لوى رياست تورن کسان دقضايې پريکړي لپاره دمسکراتو او نشه يي توکو سره دمبارزې ابتدائيه محکمې ته معرفي کړل چې دمسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزې دقانون په رڼا  او دقضيي په اړوند دلازمو  موجودو  دليلونو دشتون له مخې حکم  صادر  کړې .

 دنشه يي توکو اومسکراتو پرخلاف دمبارزې دابتدائيه محکمې قضايې  هئيت ددواړو لورو د دليلونو له اوريدو وروسته دموظف  څارنوال دليلونه قناعت بخښوونکي  وبلل  ددغې  پيښې  يو تن قاچاق  وړونکى  چې دتخار  ولايت  ديو ښوونځې  سرښوونکى  دى په شلو کلونو  بند او جرمي  شريک يې په لس کاله بند  محکوم کړل او څرګنده يې کړه چې  ددغو تورنو کسانو په باب  ددغې محکمې پريکړه  وروستي نه دي  بلکي  ددوي داستيناف  غوښتنې  حق  خوندي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته