فرهنګ

پوهنياره سيده مژګان مصطفوي : رسنۍ دې هنري فعاليتونه هم منعکس کړي

 کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٢  :
( دايکنډي دسولې اودوستۍ سيمه )  تر عنوان لاندې  هنري نندارتون  پرون  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان  مصطفوي             له  خوا په ملي نګارستان کې پرانستل شو.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې  :
په دې نندارتون کې دحبيب هلمندي دشبکه کارۍ ٣٢  آثاره نندارې ته وړاندې شوي  دې چې هريو  يې دجګړې مصيبتونو او دسولې دښيګڼو ښکاروندى دي.
د دايکنډي  ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رئيس محمدحسين سيرت د دغه   نندارتون  دجوړولوهدف دهنر له لارې دسولې دغږ پورته کول وبلل ا وويې ويل ؛ چې ددغه نندارتون هر اثر  د دايکنډي دخلکو  د ژوندانه حالت تصوير کړى دى   او ښيي چې د دايکنډي خلک سوله غواړي.
د اطﻻعاتو او فرهنګ وزارت   سرپرستې پوهنيارې سيدې  مژګان   مصطفوي ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې خبرې وکړې او ويې ويل ؛ ددغه شان نندارتونونو په جوړولوسره کولاى شو دخپلو  خلکو غږ نړيوالو ته ورسوو چې موږ  سوله غوښتونکي خلک يو.
دې  زياته کړه چې دډاراچوونکو فعاليتونو دکمښت په لاره کې دهنرمندانو لپاره   دښيې فضا  رامنځته کول  کولاى شي ګتور وي.
دې دغه راز له رسنيو څخه وغوښتل چې دهنري فعاليتونو  دمنعکس کولو په لاره کې زياته پاملرنه وکړي.
هنرمند اوشبکه کارحبيب هلمندى  چې آثار يې  نندارې ته  وړاندې شوي  دي         له   حکومت څخه وغوښتل چې هنرمندانو ته زياته پاملرنه  وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته