خبرونهټولنه

په لوګر کې زرګونو کورنيو  نغدي مرسته ترلاسه کړه

 کابل، دزمري٢٦ مه، باختر

يونيسف دفتر د لوګر په مرکز او د دغه ولايت په محمد آغې او بره کي برک ولسواليو کې پر څه دپاسه ١٣زرو اړمنو کورنيو پرون د نغدي مرستو د وېش درېيم پړاو        پيل کړ.

د لوګر د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خيل باختر اژانس ته وويل چې پر اړو کورنيو د نغدي مرستو د وېشلو درېيم پړاو د کوار موسسې په همکارۍ او  د لوګر د کليو، بيارغاونې او پراختيا رياست په همغږۍ په مرکز کې پر ٥٢٨١، په محمد آغي ولسوالۍ کې  پر ٣٩٤٥ کورنيو او بره کي برک ولسوالۍ کې پر ٤٣٣٠ کورنيو د مرستې ويشلو بهير پيل شو.

نوموړي زياته کړه چې په دې پړاو کې پر هرې کورنۍ ٧٥٠٠ افغانۍ ويشل کېږي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا