امنیت

په نيمروز ولايت کې د ملي اردو يوعسکر شهيد شو

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
په نيمروز ولايت کې د ملي اردو يو سرتيرى د يوې ترافيکي پيښې له امله شهيد شو.
دغه سرتيرى دنيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ په مرکزکې هغه وخت ووژل شو چې د ملي اردو د سرتيرو رنجر موټر له يوه کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ .
د نيمروز د والي ويندوى احمدرب نن دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سرتيرى چې په سرکې ټپي شوى و؛ د زرنج د سوراب روغتون ته له ليږدولو  وروسته يې ساه ورکړه .
په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته