
کابل، د وږي ۸ مه، باختر
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یو شمېر پروژو د پلې کولو له لارې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یاد ولایت د محمد آغې ولسوال مولوي میرهاشم حزب الله د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل، په دغه ولایت کې د خوړو نړیوال سازمان د بشري قواوو د پراختیا ادارې (HRDA) په مالي ملاتړ د څو کوچنیو بندونو په جوړولو سره ۷۵۱ کسانو ته د کارزمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د یادو موسسو لخوا په محمدآغې ولسوالۍ کې دامهال۱۶۰ تنو ته د موبایل حِرفې په برخه کې هم لنډ مهالې زده کړې ورکول کېږي.