
کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر
د کار په بدل کې د خوړو ورکړې پروګرام پرون د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې پیل شو.
د لوګر د کليو د بيارغاوني او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خيل باختراژانس ته وويل چې د کار په بدل کې د خوراکي توکو په پروګرام کې د ١٦٣٧٩ مترو په اوږدوالي د زرغون ښار او سرخاب په کليو کې د دوو کانالونو پاکول او د قندهاري پله، احمدزيو کلي او د ده نو په کليو کې ١٢٣٥٠ مترو په اوږدوالي د دريو سړکونو هوارول او کرېړ اچول شامل دي چې د خوړو نړيوال سازمان په مالي مرسته د نسل آينده موسسې له خوا او د لوګر د کليو د بيارغاوني او پراختيا رياست په همکاري په شپږو مياشتو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
نايب خيل زياته کړه چې له دغو پروژو څخه نږدې ٤ زره کورنۍ په مستقيم ډول ګټه اخلي.
په دغو پروژو کې ددغې ولسوالۍ ٥٣٢ تنو اوسيدونکو ته دشپږو مياشتو لپاره د کار زمينه برابره شوې وه چې هرکارګر ته په مياشت کې ٧٧٠٠ افغانۍ ورکول کيدې.
\ ذ