اقتصاد

داوسپنې پټلۍ دهمکاريو په سازمان کې دافغانستان په غړيتوب سره سيمه ئيزې اړيکې پراختيا مومي .

 کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
  داوسپنې پټلۍ  دهمکاريو په سازمان کې دافغانستان غړيتوب داوسپنې  پټلي له شبکو سره دافغانستان داوسپنې  دپټليو  دشبکې دپيوستون  زمينه برابروي .
  د باختراژانس دخبر له مخې، داوسپنې پټلۍ دهمکاريو دسازمان دغړو هيوادونو دوزيرانو په دوه څلويښتمه  غونډه کې  په دغه سازمان کې دافغانستان غړيتوب مشخص شو.
  دافغانستان حکومت او اړوندو  ادارو يې تل هلې ځلې کولې  چې ددغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړي او ددغه سازمان  له امکاناتو څخه په استفادې سره داوسپنې پټلي  نړيوالو دهليزونو ته ورسيږي او ددغه سازمان له تخنيکي  او علمي امکاناتو څخه ګټه واخلي .
دافغانستان دفوايد عامې وزارت او داوسپنې  پټلۍ  ادارې ديوې اعلاميې په خپرولو سره دغې موضوع ته پاملرنه کړې ده اوطرحه کړې يې ده چې دوى هوډمن  دي  ددغو فرصتونو له ښيګڼو څخه په پراخه توګه دهيواد دلوړو اقتصادي ګټو  په لاره کې استفاده وکړي .
دکارپوهانو په باور دسيمه ئيزو او نړيوالو همکاريو په سازمانونو کې  غړيتوب که چيرې له يوې خوا برياليتوب بلل کيږي.
اوسيمه ئيزې همکاري پراختيا مومي او له بلې خوا هم داړوندو بنسټونو مسووليتونه زياتوي چې څه ډول له دغو غړيتوبونو څخه دهيواد دلوړو ګټو دتامينولو په خاطر استفاده وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته