ښرنه باختر د وري د مياشتې ٢٥ مه
د هیواد د نورو ولایتونو تر څنګ په پکتیکا کې هم د ولسې جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره د نوم لیکنې بهیر پېل شو.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د پکتیکا د والي مرستيال عطاالله فضلي غونډې ته په خپله پيليزه وينا کې له ټولو ولسونو څخه وغوښتل چې د کورنۍ ټولو هغو نارینه او ښځينه غړو ته دې د نوم لیکنې اجازه ورکړي چې اتلس کلنۍ ته رسیدلي دي.
فضلي د نوم لیکنې پروسه ډېره مهمه وبلله او هیله یې وښوده چې د مرکز ښرنې په ګډون د ټولو ولسوالیو ولسونه به پکې ګډون وکړي.
په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین بيا وایي د نوم لیکنې لپاره پوره چمتوالى لري او په ټولو مرکزونو کې به په منظم ډول نوم لیکنه روانه وي.
د دوی په خبره هر هغه څوګ چې د نوم لیکنې مرکز ته راځي له ځانه سره باید اصلي تذکره ولري.
د یادونې وړ ده چې د اوس لپاره یوازې په مرکز ښزنه کې د نوم لیکنې پروسه پېل شوه چې وروسته به په ټولو ولسوالیو کې پلي شي.پاى_ وصال
0 1 دقیقه لوستل