امنیت

دغور دپوليسو ديومسوول ساتونکى له يوې اندازې نشه يي توکوسره ونيول شو

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت دآمر ساتونکى  له يوې اندازې نشه يي توکو سره دامنيتي  ځواکونوله  خوا ونيول شو.
فضل احمدپرون کله چې غوښتل له وې اندازې کرستال ډوله هيروئينو سره دغور امنيه قوماندانۍ  ته ننوځي  نيول شوى دى.
دغوردپوليسو يوه مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي باختر آژانس ته وويل  چې دغور دامنيې قوماندانۍ  دامنيت ډامر دغه ساتونکي له نيولو وروسته له ځنډ پرته څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.
تراوسه پورې روښانه نه ده چې  ده دغه نشه يي توکي  دڅه لپاره   له ځان سره ليږدول.
په همدې حال کې  دغورولايت امنيه قوماندان  جنرال  دلاورشاه هم  د نشه يي توکو دليږدوني په تور د دغه امنيتي   مامور نيول تائيدکړل او   ويې   ويل  دى هلې ځلې کوي چې دغور  امنيتي مرکزونه له دغه شان افرادو څخه پاک  کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته