امنیت

په ننګرهار کې چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل / د غبرګولي١۲مه / باختر
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې نن سهار د صفر-٢ قطعې د سپرلۍ پر کاروان چاودنه وشوه چې په پایله کې ۴ ملکيان ووژل شول او ١٢ نور یې ټپيان شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار سيمه ييز خبرځايونه وايي چې په دې چاودنه کې چې د جلال آباد ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د صفر-٢ قطعې پر کاروان وشوه؛ ۴ ملکيان ووژل شول او ١٢ نور یې ټپيان شول.
خو د ننګرهار مسوولين وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړی وژل شوی او ۶ نور یې ټپيان شوي دي.
تراوسه په دې چاودنه کې پوځيانو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ويل شوي.
ختم –ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته