امنیت

طالبانو په لوګرکې دوه ملکي وګړي ووژل

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
وسله والو طالبانو پرون ناوخته دوه تنه ملکي وګړي په لوګر ولايت کې ووژل.
دغه ملکي وګړي په داسې حال کې چې په موټرکې دکابل په لور روان وو؛ د پل علم ښاردکلنګار په سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا ورباندې بريد شو او ووژل شول.
دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار يو امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې يرغلګرو په دغو ملکي وګړو له ډزو وروسته په تيښتې بريالي شول او دهغوى دپيژندلو او نيولو لپاره دپوليسو پلټنې پيل شوې دي .
ويل کيږي دغه ملکي وګړي غريبکارو او له دولت سره يې هيڅ راز اړيکې نه درلودې.
ديوبل خبرله مخې: دلوګر ولايت د سوانحو مدير د ناپيژندلو شويو وسله والو کسانو په بريدکې شهيد شو. په حاجي سليمان نن سهار داتو بجو په شاوخوا کې کله چې غوښتل له کورڅخه دخپل کار دفتر ته لاړ شي؛ دپل علم ښار په مربوطاتو کې دناپيژندلو شويو وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې او شهيد شو .
دلوګر ولايت دپل علم ښار يو امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې وسله والو کسانو ددغه سيمه ييز مسوول له ترور وروسته وتښتيدل او پوليسو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى، خو عيني شاهدان وايي چې دغه بريد دطالبانو کار دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته