
کابل، د وري ۳مه، باختر
په لوګر کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ له ۲ زره ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دغه ولايت د کليو، بیا رغونې او پراختيا رييس مولوي محمد قاسم راشد باختر آژانس ته وويل، چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري او د کليو، بیا روغونې او پراختیا سره په همغږۍ په څرخ ولسوالۍ کې پر ۲ زره ۴۰۰ اړمنو او مستحقو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
هغه زياته کړه، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال او نور خوراکي توکي شامل دي.
لمر