فرهنګ

په هرات کې دلومړي ځل لپاره د مدرن تياتر اجرا کول .

کابل باختر دکب  ديارلسمه :
دراوي د سينما او تياتر موسسې  دلومړي ځل لپاره  په هرات ولايت کې  مدرن تياتر نندارې ته وړاندې کړ .
ددغه  هنري پروګرام مسوولين  دهغه داجرا کولو هدف  دتياترد هنر احيا کول او پياوړتيا او ددغه هنر دودې او پراختيا لپاره  دپانګې اچونې لپاره  د وګړنيو باالقوه  ملاتړو جذبول بيانوي .
دراوي دسينما او تياتر کارکوونکو او هنرمندانو هلې ځلې کوي  چې تودې ټولنېزې مسئلې  د صحنې پرمخ راولي  او دتياتر اصيل ماهيت  په نويو طرحو مينه والو ته وړاندې کړي .
  غير قانوني مهاجرتونه  د ننني افغانستان له مهمو مسئلو څخه دي  چې په هېواد کې دستونزو درامنځته کيدو سبب شوي دي .
په همدې مناسبت( زه رواني نه يم) په نامه  لومړنى تياتر دامر الله احمديان په ليکوالې او کارګردانې د ارګ هوټل دتياتر په سالون کې نندارې ته وړاندې شو
  دهرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رييس  اريا رووفيان  ددغه تياتر دهنرمندانو د هلوځلو له امله دستاينې په ترڅ کې  هيله څرګنده کړه چې  په نږدې راتلوونکي کې به  ددغو هنرمندانو فعاليتونه  زيات شي .
رووفيان  دراوي دسينمااو تياتر  دهنري موسسې  دفعاليتونو اجرا کول بې ساري  وبلل او دهلپ له موسسې څخه هم  له دغو هنرمندانوسره دهمکارې له امله قدرداني وکړه .
د ( زه رواني  نه يم ) تياتر  دراوي دسينمايي او تياتر موسسې له خوا  دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په همکارې پرون اجرا شو او ټاکل شوې ده چې نن  هم دمازيګر له څلورنيمو بجو څخه دماښام تر شپږو بجو پورې هم اجرا شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته