روغتیا

د ايبولا ويروس د مخنيوي لپاره وينزويلا ١٢٣ مليونه ډالره پانګه اچونه کړې ده

مادريت ايرنا – باختر د تلې دمياشتې ١٨
د وينزويلا جمهور رييس ژمنه کړې ده چې حکومت دغه هيوادته د ايبولا ويروس د خپريدو د مخنيوي لپاره څه ناڅه يو سلو درې ويشت مليونه ډالره پانګه اچونه کړې ده .
د اروپا پرس د خبري آژانس د خبرله مخې : نيکولاس مادورو وويل چې دغه پيسې يې په ١٩١ حکومتي روغتونونو کې د بيارغاونې په خاطر تصويب کړې دي .
ده دغه هيواد ته د ايبولا ويروس د رسيدود مخنيوي لپاره امنيتي سيستم تصويب ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه: له ټولو خلکو څخه غواړم چې د عمومي روغتيا له سيستم او په هوايي ډګرونو او سرحدي سيموکې له روغتيايي څارنې سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته