
کابل / د تلې١١مه / باختر:
د لوګر والي پرون د لوګر په مرکز کې پريو سړک د کريړ اچولو او اوارو کار پرانيست.
د لوګر والي مولوي محمدعلي جان احمد د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه واټ د پل علم ښار د ښاروالۍ په همکارۍ د درې نيم کيلو مترو په اوږدوالي او ديرش متره سور سره جوړېږي.
د لوګر والي د پل علم له اوسيدونکو سره ژمنه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت به په دغه ولايت کې زياتې پروژې پلې کړي.
د لوګرښاروال انجينر رفيع الله احمدزي باخترآژانس ته وويل: دغه پروژه به په ديرشو ورځو کې بشپرشي.
د يادونې وړ ده چې په پل علم ښار کې د اوبو رسولو د پروژې کارهم پيل شوى دى.
\ ذ