ټولنه

دولتي مامورين دې له خلکو سره نيک چلند وکړي

لښکر ګاه باخترد غبرګولي د مياشتې ۱۵ مه
دولتي مامورين دې له ټولو مراجعينو سره نېک چلند وکړي.
دغه څرګندونې د هلمند والي حيات الله حيات د حج، اوقافو رياست کارکوونکو سره په کتنه کې وکړې.
ده  زياته کړه چې له مراجعينو سره نېک چلند پر حکومت د خلکو باور زياتولای شي.
حیات وویل، د حج اوقافو رياست يوه کليدي اداره ده چې زياتې چارې يې له خلکو سره تړلې دي او پکار ده چې په دې اداره کې لازم اصلاحات رامنځته او منظم فعاليتونه ترسره شي.
د هلمند د حج اوقافو رياست سرپرست حافظ محمد داوود مدقيق هم ژمنه وکړه چې په خپل ټول توان سره به په دې اداره کې لازم بدلونونه او اصلاحات رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته