سیاست

جمهوررئیس غني: د پروني جهاد په څېر د تروریستانو پر ضد زموږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو نننۍ مبارزه هم برحقه ده

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٩ مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانانو د جهاد د بري د کلیزې په مراسموکې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
هغه د دغې ورځې له امله افغانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، مجاهدینو د افغانستان د خپلواکۍ او اسلامي ارزښتونو د ساتلو او د خلکو په رایه د رامنځته شوي نظام د جوړولو په خاطر زیاتې قربانۍ ورکړې دي.
هغه زیاته کړه، دا د هغوی د قربانیو نتیجه ده چې نن ورځ، الحمدلله، د یوه ولسواک نظام او اساسي قانون څښتنان یوو او خلک مو دا حق لري چې د خپلې رایې او خپلې خوښې په اساس نظام، قوانین او حکومت ولري.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، نوره نو هغه دوره پای ته رسېدلې ده چې یوه ډله دې د قتل او خونریزي او ترور له لارې حکومت ته ورسېږي. هغوی چې لا تر اوسه د قتل او ترور په ذریعه قدرت ته رسېدل غواړي، په حقیقت کې نه اسلام پېژني او نه افغانان پېژني.
جمهوررئیس وویل، زموږ ملت نه یوازې پرون، بلکې نن هم له ظالمانو او د افغانستان له پټو او ښکاره دښمنانو سره په جهاد او مبارزه بوخت دی او د دین او وطن په لاره کې قرباني ورکوي.
جمهوررئیس د دفاعي او امنیتي ځواکونو د شهیدانو پاک روح ته چې د خلکو او هېواد څخه د دفاع په لارکې شهیدان شوي دي، دعا وکړه او هغو غمجنو کورنیو ته یې چې د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو په خاطر په ویر کې دي، تسلیت ووایه او هغو ته یې چې له روحي او جسمي پلوه زیانمن شوي د روغتیا هیله وکړه.
جمهوررئیس څرګنده کړه، اوسنۍ قربانۍ هغه بیه ده چې د آزادۍ او خلاصون لپاره یې ورکوو. له څو لسیزو را په دېخوا دا هڅه روانه ده چې زموږ ملت تر اسارت لاندې راولي او په همدې موخه توطیې کېږي.
هغه یادونه وکړه، له کومې ورځې چې د بین‌المللي تررویستانو پښه زموږ خاورې ته خلاصه شوې ده، د خپلو وحشیانه او له وینو ډکې ایډیالوژۍ تخم یې په دې سیمه کې شیندلی دی، زموږ د هېواد اډانه او په دې خاوره کې د دولتي بنسټونو نابودي هغوی او سیمه‌ ییزو پلویانو ته یې یو هدف ګرځېدلی دی، موږ په یوه تپل شوې جګړه کې قرار لرو.
جمهوررئیس غني وویل" د جګړې په یوې خوا کې هغه کسان ولاړ دي چې وژنې او ورانکاري خپله وسیله او هدف بولي، هم تاکتیک او سټراټيژي او هم یې هغه سیاست پورې تړلې ده او هم عقیدې پورې؛ خو د دغې جګړې په بلې خوا کې هغه ملت دی چې غواړي د جګړو او بېځایه کېدو له درانه بار څخه راپورته شي او هغه کړاونه او محرومیتونه پای ته ورسوي او هغه سوکالي او هوساینه ترلاسه کړي چې حق یې دی."
جمهوررئیس زیاته کړه، د جنایتکارانو او د هغوی د پلویان داعیه په وینو، دین او د بېګناه وګړو په ژوند سوداګري ده چې غواړي د دې سیمې د ټولو خلکو په ژوند اور پورېکړي، خو زموږ د ملت داعیه ژوند، عزتمنده سوله او سراسري امنیت دی، چې د شریعت، عرف، عقل، اخلاقو او قانون له نظره یوه برحقه داعیه ده.
جمهوررئیس غني وویل" لکه څنګه چې پرون زموږ جهاد له باطل سره د حق جهاد و، دغسې نن هم، له تروريستو وحشیانو سره زموږ د دفاعي، امنیتي قوتونو مبارزه د باطل په مقابل کې د حق جهاد او مبارزه ده. لکه څنګه چې  پرون زموږ جهاد د اسلامي دنیا او نورې دنیا د تائید وړ و، دغسې، نن ورځ اسلامي دنیا او نوره دنیا زموږ د دفاعي، امنیتي قوتونو د مېړانې او مقابلې تائید کوي او برحقه مو ګڼي."
جمهوررئیس غني ډاډ څرګند کړ چې په دغې معرکه کې بری زموږ په برخه دی، د هغو خلکو په برخه دی چې د ارامه ژوند، آباد هېواد، غوړېدلي فرهنګ او روښانه راتلوونکې پرته بله هیله نه لري.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، موږ د چا د تباهۍ او وراني نیت نه لرو، زموږ سرتېري د وحشت او تېري په خاطر نه جنګېږي، زموږ ملت د نورو بربادي نه غواړي، زموږ فرهنګ او اسلامي مدنیت د افراطیت، تروریزم او وحشت ځای نه دی.
جمهوررئیس وویل، زموږ سیاسي قشر باید دا حقیقت ومني چې اوس د ځان لپاره د امتیاز ګټلو نه، بلکې د هیواد د تاریخي شان او عظمت د ساتلو او د اوسنیو او راتلوونکو نسلونو د حقونو د ګټلو لپاره د ایثار او فداکاري موقع ده.
جمهوررئیس غني وویل، خلک اصلاحات غواړي او د بنیادي اصلاحاتو لپاره، هم لازم ظرفیت شته او هم اراده. د بنیادي اصلاحاتو په برخه کې د ملي وحدت حکومت هم اجماع لري او هم ټینګه اراده.
جمهوررئیس په ټینګار وویل، د قانون د حاکمیت لپاره واضح اراده موجوده ده.  زموږ عدلي او قضایي ادارې تر بل هر وخت پیاوړې او مستقلې دي، هیڅوک دې دا کوښښ نه کوي چې په عدلي او قضایي ادارو کې سیاسي مداخله وکړي.
جمهوررئیس وویل، د جمهوري ریاست انتخابات به په خپل وخت او خپله نېټه کېږي او ځنډ به پکې نه وي. دغه راز سږ کال د ولسي جرګې انتخابات په مخکې لرو.
هغه زیاته کړه: زه او ډاکټر صاحب عبدالله د خلکو د دې غوښتنې په سر چې ټاکنې په خپل وخت شي بشپړ اتفاق لرو او همدارنګه ژمن یوو چې د شفافو ټاکنو په خاطر د بېلابېلو اقشارو نظریات په دقت مطالعه او پرې عمل وکړو.
جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ یوازې په هغو شرایطو کې له زیان سره مخ کېږو، چې زموږ داخلي صفونو کې درز راشي، زموږ داخلي وحدت لړزانده شي، خپلو منځو کې مو باور سست شي او د قومي، سمتي، ژبني، مذهبي او ډلو د اختلاف زمزمې د خلکو غوږونو ته ورسېږي او هغوی وځوروي.
هغه ټینګار وکړ چې هره ناسنجول شوې څرګندونه، هر احساساتي موقف، هر غیر مسوولانه اقدام او د ملي ګټو هر متضاد تصرف، زموږ د ملت دښمنانو ته مجال ورکوي چې له دغه حالته ګټه پورته کړي او خپل شوم اغراض عملي کړي.
په دغو مراسمو کې د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش د افغانانو د جهاد د بري په خاطر مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، د غويي اتمه د افغانانو لپاره مهمه، برخلیک ټاکوونکې او له ویاړه ډکه ورځ ده، نو په کار ده چې د جهاد پېښې په کره توګه تحلیل شي.
د جمهوررئیس دویم مرستیال وویل، د جهاد بری د افغانستان د ټولو خلکو د اتحاد محصول دی چې بین المللي او سیمه ییز اثرات یې پرېښودل.
هغه زیاته کړه، د دولت جوړونې نشتوالی د مجاهدینو کمزورې وه او جهادي ګوندونو ونشو کړای د دولت بنسټ کېږدي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ولس ته د جهاد د مبارکۍ د ورکولو تر څنګ د ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو شهیدانو او جهادي مشرانو روح ته دعا وکړه.
هغه څرګنده کړه چې د افغانانو د جهاد له برکته لسګونه هېوادونه او لس ګونه میلیونه انسانانو ازادي ترلاسه کړه.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، سوله د افغانانو یوه هیله  او د دولت مهمه برنامه ده، هغوی چې فکر کوي په بېلابېلو ځایونو کې د خلکو د وژلو له لارې هدف ته رسېږي، تېروتي دي او د تروریستانو د عملیاتو برخلیک به د تېر په څیر له ناکامۍ سره مخ شي.
د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال او د افغانانو د جهاد د بري د پنځه ویشتمې کالیزې مراسمو د جوړونې کمېسیون رئیس ستر جنرال مراد علي مراد ولس ته د جهاد د بري مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانې او اتلولۍ له تروریستانو سره مبارزه کوي او نه پرېږدي چې هغوی خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي په خپلو خبرو کې د افغانانو د جهاد له امله ولس ته مبارکي ورکړه او دا یې د افغانستان په تاریخ کې د عطف ټکی یاد کړ.
هغه د دولت له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې شخړې بس او سوله وکړي، له دولت او خلکو سره یو ځای شي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم لومړی ولس ته د جهاد د بري مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، د جهاد لړۍ ختمه نه ده، هره ورځ زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له غلامو تروریستانو سره مبارزه کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته