اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې شپږ ويشت ډالره زياتوالى راغلى دى

کابل باختر  دکب  دمياشتې  ٢٤ :
په  نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په  بيه کې د تيرې  چهارشنبې د ورځې په پرتله شپږويشت ډالره زياتوالي ليدل کيږي.
تېره چارشنبې په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٣٥٧ډالره  وړاندې کيدل خو نن په ١٣٨٣ ډالره  وړاندې کيږي.
دپښتنى بانک دسرو زرو دمارکيټ يو پلورونکي قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل:  اوس  يو ګرام يو ويشت عياره مصري سره  زره  په ٢٦٥٠ افغانيو،  يوويشت عياره کويټې سره  په  ٢٦٠٠ افغانيو، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په٢٥٥٠ افغانيو، نوولس عياره بحريني سره زر په٢٢٥٠    افغانيو،  نولس عياره عربي سره زر په٢٢٠٠ افغانيو ، اوولس عياره   ايراني سره زر  په ١٨٥٠ او  څوارلس عياره  يوګرام روسي سره زر په  ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته