لښکر ګاه باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه
د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان تېر ماښام د لښکرګاه ښاروالۍ د تنظيف کارکوونکو سره د روژه ماتې پر مهال د ښار او چاپېريال پاکوالي په برخه کې د ښاروالۍ د تنظيف کارکوونکو هلې ځلې وستايلې.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
والي له خلکو غوښتنه وکړه، چې د پاکوالي په برخه کې پاملرنه زياته او د خپل چاپېريال په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.
په همدې حال کې د لښکرګاه ښاروال انجينر مطيع الله بهير بيا په خپلو خبرو کې له هلمند والي څخه د مننې ترڅنګ وويل: په هلمند کې دا لومړی ځل دی، چې د ښاروالۍ د تنظيف کارکوونکي د والي له لوري بلل کېږي او ورسره خواله کېږي.
تر روژه ماتې وروسته هلمند والي د ښاروالۍ د تنظيف کارکوونکو ته يوه-يوه جوړه کالي هم ډالۍ کړل او ښاروال ته يې لارښوونه وکړه، چې د دغو کسانو هر ډول ستونزو ته پر وخت رسېدګي وکړي.پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل