اقتصاد

د افغانستان لومړنى سوداګريز توکي چين ته ولېږدول شول

 کابل/باختر/ د وږي ١٥مه
د افغانستان لومړنى سوداګريز توکي پرون له حيرتان بندرڅخه چين ته ولېږدول شول.
د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رييس شيرمحمد سپاهي زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړي ګام کې په ٤١ واګونونوکې د ټالک او رجام څه دپاسه يو زو ١٠٠ ټنه ډبرې د بلخ د حيرتانو بندر له لارې چېن ته ولېږدول شوې.
هغه زياته کړه: دغه  واګونونه د ازبکستان او قزاقستان له ترانزيتي تګلوري څخه چين ته روان شوي او تمه کېږي، دغه واګونونه تر دولسو ورځو پورې خپله موخه ته ورسېږي.
د تالک او رجام ډبرې له پروسس وروسته په درملنه کې کارول کېږي.
په دغو مراسموکې چې په حيرتانو بندرکې ترسره شول؛ يو شمېر سيمه ييز مسوولينو، د ازبکستان او قزاقستان سفيرانو او په کابل کې د چين قنسولي مسوولينو ګډون کړى و.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته