خبرونهټولنه

په لوګر کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو زمینه برابرېږي

کابل، د لړم ۲۳مه، باختر
د لوګر د کلیو، بیارغونې او پراحتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز پُل علم اړوند نیازي کلي کې د یونیسف په مالي ملاتړ رغول کېږي، چې پر مټ به یې د څه باندې ۳۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شي.
د دغه ولایت د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نايب خيل د باخترآژانس خبریال ته وويل، چې دغه پروژه د يونيسف له لوري د نږدې ۴ ملیونو افغانیو په مالي لګښت رغول کېږي، چې د ٦٠٠ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې د دغه پروژې چارې به په راتلونکو دوو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا