امنیت

په فراه کې یو غلا کړی شوی موټر ترلاسه شو

کابل / د زمري ۵ / باختر
له جنايي جرمونوسره د مبارزې مسوولینو پرون یوغلا کړی شوی موټرپه فراه ښارکې ترلاسه کړ.
د فراه د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې له جنايي جرمونوسره د مبارزې د مسوولینو په عملیاتو کې غلا کړی شوی فولدر موټر ترلاسه او خاوند ته يې وسپاره.
ویل کېږي چې دغه موټرد فراه ښارپه شپږمه ناحیه کې غلا کړی شوی و او پولیس د دغې پېښې د عاملینو د نیولولپاره هلې ځلې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته