روغتیا

دعامې روغتيا وزيرې د سروبي ولسوالۍ روغتون وکوت

کابل باختر د زمري دمياشتې ٢٢
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل نن دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ روغتون وکوت.
دغه روغتون د روان کال د زمري دمياشتې د دولسمې نيټې د سيلاوونو له امله زيانمن شوى دى او زياتره تجهيزات ، سامان آلات او درمل يې له منځه تللي دي او دهغه د سملاسي بيا جوړولو اړتيا محسوسه ده.
دباختر آژانس دخبرله مخې: دعامې روغتيا وزيرې لارښونه وکړه چې ډير ژر دې ددغه روغتون په بيا جوړولو اقدام وشي او هم دې د روغتون د اړتيا وړ تجهيزات او درمل برابرشي.
په خبرکې ويل شوي دي چې دعامې روغتيا وزارت پخواهم ګرځنده روغتيايي ټيمونه او څلور امبلانسونه له ملکي وګړو سره د اوبو د زيرمو دکلوريشن په مقصد دغې ولسوالۍ ته ليږدلي و.
دسروبي ولسوالۍ روغتون شل بسترې لري او دعمومي جراحى، داخلې ، ولادي او نسايي او د ماشومانو خدمتونه وړاندې کوي .
ډاکترې دليل ددغه سفر په بهيرکې د جامو، ميزونو، څوکيو او د توشکو په ګډون د روغتون د اړتيا وړ توکي د روغتون مسوولينوته وسپارل.
دعامې روغتيا د وزيرې د څرګندونو له مخې: د نورو تخريباتو ترڅنګ ددغه روغتون درې امبلانسونه هم سخت زيانمن شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته