فرهنګ

داسلام دستر پيغمبر دنيکمرغه ميلاد له امله دقران عظيم الشان ختم وشو .

کابل باختر د سلواغي څلورمه
دسرور کايينات  حضرت محمد مصطفي ( ص)  دنيکمرغه ميلاد په درناوي نن دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست  دکنفرانسونو په تالار کې دقران عظيم الشان ختم وشو .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست  باختر اژانس ته خبر ورکړ ،  په دې  غونډه کې  چې دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست  دمشرتابه هيئت او کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه  ويناوالو ددغې مبارکې ورځې دفضيلت او دبشريت دناجي او داسلام دستر پيغمبر خاتم النبين  حضرت محمد مصطفي ( ص)  دشخصيت په باب  خبرې وکړې او وي ويل  داسلام ستر پيغمبر چې خپل ټول  مبارک ژوند يې  د حقيقت ټولو لارويانو او دمعرفت عاشقانو ته په ښو خبرو کې تيرکړ پيدايښت ، ژوند او رحلت يې ټول دعالم بشريت لپاره  رحمت او عزت دى .
دغه راز دوى داسلامي ټولنې  دازادي او ابادي لپاره  داسلام دستر پيغمبر روا مبارزه دسوکاله اسلامي ټولنې په لور لارښود وباله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته