سیاستخبرونه

مشرانو جرګې غونډۀ وکړه

٥٢- کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
د مشرانوجرګې د رييس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د سولې د مذاکراتي پلاوي دغړي سناتور مولوي عطاءالله لودین د راپور پر اورېدو سربېره، د مجلس غړو د هېواد د روانو مسایلو په اړه بحثونه وکړل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په غونډه کې سناتورانو په بېلابېلو سیموکې د دښمن دجنګي تکتیک د بدلون او ترهګریزو پرله پسې پیښو د زیاتوالي څخه اندېښنه وښوده او ويې ویل مسوول بنسټونه  مکلف دي چې د دښمن د شومو پلانونو، توطیو اود سیسو د شنډولو په موخه اړین اجراات وکړي ځکه په څو تېرو ورځوکې د کابل ښار٥ مې او ٧مې ناحیوکې دماینونو دچاودنو له امله یوشمېرهېوادوال شهیدان او دولسي جرګې دغړي خان محمدوردګ په ګډون ځینې ټپیان شول او ترهګرغواړي چې دهرې ممکنې لارې ملکي او پوځي افراد په نښه او د ویرې دمنځته کیدو سبب شي، ترڅنګ یې سناتورانو څرګنده کړه چې خلک دې هم د امنیتی بنسټونو سره جدي همکاري وکړي تر څو د ترهګریزو او جنایي پېښو مخه ونيول شي.
ځینوسناتورانو د هوا ککړتیا د کمښت په موخه د کابل ښاروالۍ د پلانونو پر نه عملي کېدو نیوکه درلوده او ټینګار یې و چې د هوا ککړتیا د ناروغیو د زیاتوالي سبب شوې چې باید له یادې ستونزې څخه د وتلو له پاره ګټور او جامع پلانونه طرح او پلي شي.
دغونډې یو شمېرغړو د بشري حقونو او نړیوالو اړیکوچاروکې د دولت وزارت د لغوې، د ملي امنیت لوی ریاست د اوپراتیفي مرستیال دمنفکېدو او رسنیو ته په مستقیم ډول د والیانو ځواب ورکولو څخه هرکلی وکړ او وویل، د راپورونو له مخې د ښار جوړونې چارو وزارت مالي او اداري مرستیاله خاطره سادات زابل ولایت کې د یوه خیالي ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو کې حیف اومیل کړي او له امله یې بې واکه شوې ده، چې یاد ګام کافي نه دی او باید موضوع عدلي او قضایی بنسټونو ته د څېړنو په موخه ولیږل شي.
راتلونکې کال کې د ولایتي شوراګانواو نورو ټاکنو دجوړېدو په موخه دټاکنو دخپلواک کمېسیون پرېکړې څخه یادونه اود موضوع په تړاو د وضاحت په موخه یوې عمومي غونډې ته د یاد کمیسیون د مسوولانو په حضور ټینګار، فاریاب کې له لسو کلونو راهیسې د اوبو راګرځولو د دوو بندونو د رغاونې کار د نه بشپړېدو، د بدخشان ولایت دبهارک ولسوالۍ د امنیه قوماندان د وظیفوي غفلت له امله د یادې ولسوالۍ یوې پوسته کې د پولیسو د ځواکونو تلفات، همکارانو سره یوځای د کابل- پروان د لویې لارې د قوماندان شهادت اود ګردیز- څمګنۍ سړک د رغاونې د لومړیو کارونو پرمختګ څخه یادونه، هم په آزادو بحثونو کې مطرح شول.
د بحثونو په پای کې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د ولسي جرګې دغړي خان محمد وردګ د موټرو پر کاروان برید، د کابل ښار په دوغ آباد سیمه کې نننۍ چاودنه چې له امله یې پنځه تنه شهیدان شول، د غزني ولایت د خبریالانو اتحادیې رييس رحمت الله نیکزاد وژنه اود بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د امنیه قوماندان ذبیح الله وژنه، په کلکو ټکو وغندلې او د قربانیانو کورنیوسره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې ريیس وویل په خواشینۍ سره دې وروستیو کې بېلابېلو پېښو کې د رسنیو یوشمېر کارکوونکي په شهادت ورسېدل چې د اندېښې وړ ده او دا مجلس د امنیتي اداو غواړي چې دخبریالانو د امنیت خوندیتوب کې دې پاملرنه وکړي.
دمشرانوجرګې رييس په خپلوخبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه دغړي او د پاکستان پارلمان دغړي علي وزیر نیولو څخه اندېښنه څرګنده او د نړیوالې بین الپارلماني اتحادیې او د پاکستان پارلمان څخه یې وغوښتل چې د نوموړي په خوشي کولو کې دې هڅې وکړي.
دغونډی پای کې د مشرانوجرګې سناتور او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دمذاکراتي پلاوي غړي مولوي عطاءالله لودین، قطرکې د طالبانو مذاکراتي ټیم سره د افغان دولت د پلاوي د ناستو څخه راپور وړاندې او د پلاوي د نظر د یووالي، مقابل لوري سره د دوی د استدلال، افغان ولسونو او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام څخه یې د ښې استازولۍ په اړه معلومات شریک کړل.
مولوي لودین زیاته کړه چې د طالبانومذاکراتي ټیم هڅه کوله ترڅو د امریکا اوطالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه د مذاکراتو بنسټ و اوسي خو موږ په اسلامي شریعت ټینګار کاوه چې په خواشینۍ سره د مقابل لوري له خوا ونه منل شو او بلاخره د کوربه هېواد په منځګړیتوب هوکړه وشوه چې د سولې بهیر اړوند دوحې هوکړه، د افغانستان د خلکو غوښتنې او سپارښتنې، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا تائیدات او د کابل د فبرورۍ د نهه ویشتمې اعلامیې په ګډون ټول موارد دې د راتلونکو خبرو اترو اساس او مبنا وګڼل شي.
همدا راز یې څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي پلاوي د قطرعلماو د نړیوال سازمان د مشرانو سره په ناسته کې هغوی افغانستان کې  تحمیلي جګړو او روان وضعیت څخه خبرکړل چې یاد سازمان افغانستان کې جګړه حرامه او ناروا وبلله، او هم یې په دې اړه اعلامیه خپره کړه چې ګټوره واقع شوه.
د راپور د اورېدو وروسته، د مشرانوجرګې رييس یوځل بیا د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټیم څخه د مجلس ملاتړڅرګند او دټیم د غړو له کوښښونو اوهڅویې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ريیسانو کمېټې یوې راتلونکې ناسته کې به د دولت مذاکراتي ټیم مشرتابه او ټولو غړو سره هم بحث او مشورې وشي.
د مشرانوجرګې رييس زیاته کړه، په تازه ګۍ سره د طالبانو ډلې د مرستیال ملاعبدالغني برادر یوه ویډیو د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې له طالب ټپيانو سره خپره شوه چې هغوی سره د سولې په تړاو خبرې کوي، او دا ددې څرګندويي کوي چې طالب مشران اوس هم پاکستان کې میشت دي اوباید نړیواله ټولنه پاکستان اړکړي چې طالبان د افغانستان د سولې مسایلو په اړه  انعطاف ته وهڅوي.
دیوبل خبرله مخې: د کاردان خصوصي تحصیلي موسسې یو شمېر زدکړیالانو او استادانو دمشرانوجرګې دعمومي غونډې بهیر اوبېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
یاده لیدنه چې د مشرانوجرګې د دارالانشاء دلوی د اطلاعاتو اوعامه اړیکو یاست د روزنیزو پروګرامونو چوکاټ کې ترسره شوه، د تقنیني، عدلي اوقضایی چارو دکمېسیون دمشر مولوي غلام محی الدین منصف او د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو د کمېسیون دمنشي مینا شیرزاد له خوا د پارلماني موضوعګانو اړوند مفصل معلومات له هغوی سره شریک شول.
پاى \ ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته